د جلالاباد د مجبورآباد اوسېدونکي د زور له لارې د جبري ایستلو پر ضد شکایت کوي

د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې د مجبورآباد سیمې اوسېدونکي وایي، د طالبانو د حکومت د هلال احمر جمعیت مشر شهابالدین دلاور پورې تړلي وسلوال کسان د زور له لارې خلک له خپلو کورونو راباسي. دا په داسې حال کې ده چې د سیمې اوسېدونکي وايي دوی د شرعي قبالې او د محکمو رسمي حکمونه لري.
د یادې سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې ډېری کورنۍ پرې له څلوېښتو کلونو راهيسې ژوند کوي، خو اوس د طالبانو وابسته کسان د دې په پلمه د دوی قبالې بېاعتباره بولي چې دا ځمکې د کمونیستي رژيم په دوره کې وېشل شوې وې. اوسېدونکي ټینګار کوي چې دا اسناد د ښاروالۍ لخوا هم تایید شوي دي.
ځينې اوسېدونکي وايي چې د دې شخړې پر مهال د طالبانو ځواکونو یو شمېر خلک وهلي ټکولي او حتی بندیان کړي دي. د سیمې یو اوسېدونکي ویلي، وسلوالو د جومات دننه برید کړی، له خلکو یې د زور له لارې ګوتې اخیستې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې پنځه ورځو کې خپل کورونه پرېږدي.
د مجبورآباد اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلي او قضايي ادارو له لوري د ننګرهار په محکمو کې تر دې وړاندې د دوی په ګټه پرېکړه شوې وه، خو له دې سره سره، نه د محکمې حکم او نه هم د شرعي قبالې منل کېږي، بلکې زور د قانون ځای نیولی دی.
په ورته وخت کې، د مجبورآباد اوسېدونکو د جمعې په ورځ، د مرغومي په پنځمه نېټه، لاریون وکړ او د جبري ایستلو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه. هغوی وايي شاوخوا سل کورونه په دې سیمه کې جوړ شوي او لسګونه کورنۍ د بېسرپناه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سیمې مشران زیاتوي چې د ستونزې د حل لپاره یې ان کندهار ته سفر کړی او د طالبانو له رهبرۍ دفتر څخه یې ډاډ تر لاسه کړی و چې د شرعي قبالې لرل به د هر ډول ایستلو مخه نیسي، خو په عمل کې دا ژمنې له پامه غورځول شوې دي.
تر اوسه شهابالدین دلاور او د طالبانو د حکومت ویندویانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. د مجبورآباد اوسېدونکي له طالب ادارې غواړي چې د خلکو غږ واوري او د اسلامي عدالت او د قانون حاکمیت پر بنسټ، د زور او د خلکو د ملکیت حقونو د نقض مخه ونیسي.




