سياستمهم خبرونه

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلا د دموکراسۍ او سترې محکمې د کمزورۍ پر ضد نیوکه وکړه

د خیبرپښتونخوا ایالت وزیر اعلا سهیل افریدی د پاکستان د یو شمېر سیاسي ډلو پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه ډلې د واک د لاسته راوړلو د تندې له امله د هیواد دیموکراتیک نظام او آن د پاکستان سترې محکمې ته زیان رسولی دی.

افریدی په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا چلندونه نه یوازې قانوني بهیرونه کمزوري کړي، بلکې د دولت پر بنسټیزو ادارو د خلکو باور یې هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی؛ هغه موضوع چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان سیاسي څارونکو څو ځله یادونه کړې ده.

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلا همداراز اعلان وکړ چې د سوله‌ییزو لاریونونو د ترسره کولو تیاری روان دی او دا بهیر د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان په لارښوونه پر مخ وړل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه لاریونونه به په سوله‌ییز چوکاټ کې د سیاسي غوښتنو د څرګندولو په موخه ترسره شي، که څه هم د پاکستان سیاسي فضا لا هم له ژورو بې‌باوریو او کړکېچونو ډکه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button