امنیت او پېښېمهم خبرونه

په نیمروز کې د انسانې او مخدره دواګانو د قاچاق مخنیوی وشو

د نیمروز د امنیتي چارواکو په وینا، په یوه امنیتي عملیات کې د ۱۰ کارټن انسانې دوا، له ۱۶۰ څخه ډېرې د مخدره دوا بستې او له زر څخه ډېر برقي چلمونه کشف او ضبط شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند، ګل‌محمد قدرت، وویل چې دا توکي د لومړۍ او دوهمې تولۍ امنیتي ځواکونو له خوا د زرنج–دلارام پر لویه لاره او د زنجیر لوېدیځو سیمو کې موندل شوي دي. د ده په وینا، دغه مواد د جنایي جرمونو د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي څو اړینې پلټنې ترسره شي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال درې کسان نیول شوي دي او د یادې قضیې په تړاو څېړنې روانې دي. امنیتي چارواکي وايي دا هڅې د انسانې او مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي او د نیمروز د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button