د امسيسي چينايي شرکت له خوا د مس عينک تاريخي آثارو د ساتنې طرحې وڅېړل شوې

د چين امسيسي شرکت مسوولانو ويلې دي چې د لوګر ولايت د مس عينک ستر کان د استخراج له پروګرامونو ترڅنګ، د دې سيمې د تاريخي ساحو او فرهنګي آثارو د ساتنې طرحې او څېړنې يې له د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شريکې کړې دي.
دغه موضوع د يوې ناستې پر مهال وڅېړل شوه چې په کې عتيقالله عزيزي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين، حامدالله حبيبي، د مس عينک پروژه د معادن او پتروليم وزارت رئيس، د چين د سفارت اقتصادي مرستيال او د امسيسي شرکت استازو ګډون کړی وو. د ناستې ګډونوالو د مس عينک د کان اقتصادي ارزښت او د دې سيمې د تاريخي او فرهنګي اهميت يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل چې د کان استخراج بايد د ځانګړو تدابيرو سره يو وخت پرمخ ولاړ شي، څو تاريخي آثار د ملي قوانينو او نړيوالو منل شوو معيارونو له مخې وساتل شي. د هغه په وينا، د دې موضوع نادېدنه کولای شي د نه جبرانېدونکو فرهنګي زيانونو سبب شي.
د چين د سفارت اقتصادي مرستيال هم د مس عينک د تاريخي آثارو ساتنه د افغانستان او چين ګډ مسووليت وباله او د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر دوام يې ټينګار وکړ. د امسيسي شرکت استازو خپلې تخنيکي موندنې د يوې څرګندونې (پرېزنتېشن) له لارې وړاندې کړې او ژمنه يې وکړه چې تفصيلي معلومات به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنيکي کمېټې سره شريک کړي.
په ناسته پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين د يو ګډ تفاهمليک د لاسليک اړتیا ياده کړه، څو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، امسيسي شرکت او د معادن او پتروليم وزارت ترمنځ د مس عينک د فرهنګي ميراث د ساتنې په برخه کې د همکارۍ چوکاټ په رسمي توګه وټاکل شي.




