مهم خبرونهنړیوال

امريکا په راتلونکو دوو مياشتو کې د ونزويلا د نفتو پر محاصره تمرکز کوي

د رويټرز خبري اژانس د يو امريکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې سپينې ماڼۍ پوځي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده څو په راتلونکو دوو مياشتو کې خپل اصلي تمرکز د ونزويلا د نفتو پر صادراتو د محاصرې په عملي کولو وکړي.

دغه امريکايي چارواکي ويلي چې سره له دې چې د ونزويلا په تړاو پوځي انتخابونه لا هم پر خپل ځای دي، د واشنګټن اوسنی سياست پر اقتصادي فشارونو د زياتېدو پر محور ولاړ دی، او هڅې روانې دي څو په همدې طريقه د کاراکاس پر چارو د نفوذ ساحه پراخه کړي.

د امريکا او ونزويلا اړيکې په وروستيو کلونو کې، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې امريکا پر د نيكولاس مادورو پر حکومت يو اړخيز بنديزونه سخت کړل، له جدي تنشونو سره مخ دي. دغه بنديزونه د ونزويلا د انرژۍ او سمندري ترانسپورت ډېری برخې په نښه کړې دي.

په مقابل کې، د ونزويلا چارواکو دا اقدامات اقتصادي محاصره او د نړيوال قانون له اصولو سره په ټکر کې بللي، او څو ځل يې د کښتیو د نيولو او د واشنګټن د فشارونو د زياتېدو پر وړاندې اعتراض کړی دی.

د نړيوالو چارو شنونکي باور لري چې د امريکا دغه فشارونه د دې لپاره دي چې پر نيكولاس مادورو د سياسی او اقتصادي فشار له لارې حکومت کمزوری کړي او کاراکاس دې اړ باسي چې په خپلو کورنيو او بهرنيو پاليسيو کې بدلونونه راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button