د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
۵۰ افغان مهاجر له د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته ستانه شول

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ۵۰ تنه افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو د خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د بند موده يې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې وه. له خوشې کېدو وروسته، یاد مهاجر د سپین بولدک له پوله افغانستان ته داخل شوي دي.
د دغو کسانو بېرته راتګ په داسې حال کې کېږي چې په تېرو میاشتو کې د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو د نیولو او شړلو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي؛ یو بهیر چې د مهاجرینو د قانوني او انساني وضعیت په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړي دي.




