په فراه کې څلور د خوراکي تېلو ګدامونه د احتکار له امله تړل شوي

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د فراه ښار څلور لوی د خوراکي تېلو ګدامونه د احتکار او لوړ نرخ په پلور له امله د بیو د کنترول او د احتکار د منع کمېټې لهخوا تړل شوي دي.
د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دغو ګدامونو مالکانو خوراکي تېل له ټاکل شوې نرخنامې پرته او په لوړې بیې پر دوکاندارانو پلورل. د کمېټې د غړو په وینا، دا کار د مقرراتو خلاف دی او د لومړنیو توکو په بازار کې د بېثباتۍ سبب شوی دی.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې هېڅ یو شخص یا اداره حق نهلري چې د خوراکي توکو د احتکار په موخه زېرمه جوړ کړي، یا هم توکي د رسمي نرخونو خلاف وپلوري. د کمېټې چارواکو زیاته کړې چې د بیو د کنترول لپاره د بازار د څارنې بهیر به په جدي ډول دوام ومومي.
خو یو شمېر منتقدان وایي چې بېبرنامې او لنډمهاله اقدامات، پرته له شفافیت او دوامدار پلان څخه، د دې ډول پېښو د تکرار مخه نهشي نیولی. هغوی ټینګار کوي چې د طالبانو اداره مکلفه ده روښانه او ځواب ویونکي میکانیزمونه رامنځته کړي، څو د بازار د تنظیم او د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.




