تاجکستان د افغانستان له پولې سره څلور نوې امنیتي پوستې پرانستې

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له پولې سره څلور نوې امنیتي پوستې او یو «ځانګړی ټانک میدان» پرانستی دی. دا ګام د دې هېواد د پولو د ناامنۍ له زیاتېدونکو اندېښنو وروسته اخیستل شوی دی.
د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسمي وېبپاڼې د خبر له مخې، دغه تاسیسات د دفاع وزارت د لیدنې په مهال د انلاین او لرې پرانستنې له لارې پر فعالیت پیل کړی. د تاجک چارواکو په وینا، د ټانک میدان د ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره جوړ شوی او له نوې نظامي ټکنالوژۍ او تجهیزاتو سره سمبال دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په تېرو دوو تر درېیو کلونو کې د پولې د کرښو د پیاوړتیا لپاره پراخ کارونه شوي او حکومت د دې بهیر د دوام ټینګار کوي. امام علي رحمان هم ویلي چې د سرحدي ځواکونو او بنیادي تاسیساتو پیاوړتیا به د حکومت په لومړیتوبونو کې پاتې شي.
دغه پوستې په داسې حال کې پرانستل شوي چې څو ورځې وړاندې دوه تاجک پوله ساتونکي د یوې حملې په پایله کې، چې له افغانستانه ترسره شوه، وژل شوي دي. د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې درې بریدګر هم وژل شوي دي.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان له خاورې د مرزیزو بریدونو له امله یو شمېر بهرني اتباع، په ځانګړي ډول د چین اتباع، وژل شوي دي. دا موضوع یو ځل بیا د افغانستان سره پر پوله د دوامدارې ناامنۍ او د طالبانو د ادارې د فرامرزي ګواښونو د کنټرول په تړاو اندېښنې راپاروي.




