ټولنه‌یزمهم خبرونه

په بلخ کې د اورلګېدنې پر وړاندې د چمتووالي د زیاتولو همغږۍ ناسته وشوه

په بلخ ولایت کې د پېښو د رسېدو او د امنیې قوماندانۍ د اطفایې مدیریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته د اورلګېدنې پر وړاندې د چمتووالي د لوړولو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوه.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې حافظ نورالله انصار، د کورنیو چارو وزارت د پېښو د رسېدو او اطفایې عمومي رئیس، محمد ابراهیم غضنفر، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ د خونې رئیس، او یو شمېر دولتي مسئولین او سوداګر ګډون کړی وو.

د پېښو د رسېدو او اطفایې عمومي رئیس په دې ناسته کې وویل چې د دې پروګرام اصلي موخه دا ده چې د صنعتکارانو او فابریکو مالکانو د خوندیتوب پوهاوی لوړ شي، کارکوونکي د اطفایې وسایلو د سمې کارونې په برخه کې وروزل شي او د اورلګېدنې د مخنیوي معیارونه په سوداګریزو او صنعتي مرکزونو کې پلي شي.

په همدې مهال، د بلخ د امنیې قوماندانۍ د اطفایې مدیر د صنعت او سوداګرۍ ریاست سره نږدې همکاري د اورلګېدنې د خطر د کمېدو مهم فکتور وباله او ټینګار یې وکړ چې دا همکارۍ باید د ولایت په کچه لا پیاوړې شي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ د خونې رئیس له بلې خوا د دغسې غونډو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خوندیتوب موضوعات به د خپلې ادارې د کاري پلانونو او پوهاوي پروګرامونو مهمه برخه وګرځوي.

په پای کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې ګډې همکارۍ به دوام ولري او نیول شوې پرېکړې به عملي کېږي څو د بلخ د سوداګریزو او صنعتي مرکزونو خوندیتوب نوره هم قوي شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button