امنیت او پېښېمهم خبرونه

په افغانستان څخه د برید پر مهال د تاجکستان دوه پوله ساتونکي وژل شوي

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې تأیید کړې ده چې د افغانستان له خاورې د وسلوالو بریدګرو سره د یوې سرحدي نښتې په پایله کې د دغه هېواد دوه پوله ساتونکي وژل شوي او درې تنه بریدګر هم له منځه تللي دي.

دا کمېټه د پنجشنبې په ورځ، د جدي په ۴مه نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا نښته د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او هغو وسلوالو ترمنځ رامنځته شوې چې له افغانستانه یې برید ترسره کړی و. له دې وړاندې، د “۸صبح” ورځپاڼې هم د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د تاجکستان سرحدي ځواکونه تر هدف لاندې راغلي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه حمله د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ او د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ څخه تنظیم شوې وه؛ دا دوه سیمې د تاجکستان له پولو سره نژدې پرتې دي او په تېرو کلونو کې د ناامنۍ له کبله څو ځله د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.

د سرچینو په وینا، د بریدګرو مړي دا مهال د تاجکستان د ځواکونو تر ولکې لاندې دي. د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې ده چې وژل شوي کسان د یوې ترهګرې ډلې غړي وو، خو د هغوی د هویت په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

دغه اداره زیاته کړې ده چې له بریدګرو څخه د پام وړ اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي. د تاجکستان چارواکو ټینګار کړی چې د طالبانو مشرتابه د دې ډول بریدونو د مخنیوي مسؤلیت لري او باید د تاجکستان له خلکو څخه رسمي بښنه وغواړي او د ترهګرو د ګواښونو د مهار لپاره عملي ګامونه واخلي.

دا پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې هم پنځه چینايي وګړي د افغانستان له خاورې د ترسره شوي یوه برید په ترڅ کې د تاجکستان پولې ته څېرمه وژل شوي وو؛ برید چې د طالبانو اداره یې تأیید کړی و او ویلي یې و چې څېړنې یې پیل کړي دي. د دغو پېښو تکرار، د طالبانو د ادارې د توان او ارادې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي چې ایا دوی کولای شي د افغانستان پوله خوندي وساتي او د دغه هېواد د خاورې له کارونې څخه د سرحدونو هاخوا بریدونه مخنیوی وکړي که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button