اقتصادمهم خبرونه

د برشنا ریاست: د TAP برېښنا پروژې خبرې دوام لري

د افغانستان برشنا شرکت رییس ویلي چې د ترکمنستان سره د TAP برېښنا د لېږد پروژې د پلي کېدو بهیر په منظم او پرله‌پسې ډول روان دی او د دواړو هېوادونو پلاوي په خبرو بوخت دي.

عبدالباري عمر دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت کې د څو برېښنايي پروژو د پرانیستې پر مهال وکړې او ویې ویل چې هڅې روانې دي ترڅو په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو ترمنځ رسمي موافقتنامه لاسلیک شي.

د نوموړي په وینا، له دې تړون د نهایي کېدو او لاسلیک وروسته به د TAP پروژې عملي پړاو پیل شي.

د TAP پروژه د سیمې له مهمو برېښنايي لېږد طرحو څخه شمېرل کېږي چې موخه یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا برابرول او د هېواد د انرژۍ بنسټونه پیاوړي کول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button