امنیت او پېښېمهم خبرونه

د سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو قضیه د اعدام د ارزونې لپاره ناحیوي محکمې ته ولېږدول شوه

د امریکا چارواکو ویلي چې د رحمان الله لکنوال قضیه، چې د افغانستان تبعه دی او تور پرې لګېدلی چې د سپینې ماڼۍ ته نږدې یې پر دوو امریکایي ملي ګارد سرتېرو ډزې کړې، له سترې محکمې څخه یوې ناحیوي محکمې ته انتقال شوې ده تر څو د اعدام د سزا د ارزونې امکان برابر شي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، دا انتقال د نوو تورونو له مطرح کېدو وروسته ترسره شوی او موخه یې د دې ده چې د امریکا د قضایي نظام په چوکاټ کې د تر ټولو درنې سزا د ارزونې لپاره قانوني زمینه رامنځته شي.

جنین پیرو، د امریکا د متحده ایالاتو څارنواله، ویلي چې د قضیې انتقال ناحیوي محکمې ته به اجازه ورکړي چې د اعدام د سزا د مناسب‌والي په اړه «جدي او سنجیده» ارزونه وشي؛ داسې بهیر، چې د هغې په وینا، په دې کچه قضایي جوړښت کې ډېر عملي دی.

دا پېښه د روان میلادي میاشتې په پیل کې شوې وه، هغه مهال چې لکنوال د سپینې ماڼۍ ته نږدې پر دوو امریکایي ملي ګارد سرتېرو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یو سرتېری ووژل شو او بل سخت ټپي شو.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، رحمان الله لکنوال له دې وړاندې له امریکایي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري لرله او د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته امریکا ته لېږدول شوی و.

له دغو ډزو وروسته، د امریکا اوسني ولسمشر دونالد ټرمپ اداره د افغانانو د مهاجرت دوسیو ارزونه درولې او د افغانستان پاسپورټونو سره د ویزې ورکولو بندیز یې اعلان کړی دی؛ هغه پرېکړه چې د زرګونو افغانانو پر مهاجرتي بهیرونو پراخې اغېزې کړی دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button