ټولنه‌یزمهم خبرونه

دروند واورې نورستان سپین پوښلی او د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی

د نورستان په ولایت کې د درنې واورې ورېدو دغه غرنی ولایت په پراخه توګه سپین پوښلی دی. دا واوره په داسې وخت کې ورېده چې افغانستان له وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی. د سیمې اوسېدونکي او د کرنې برخه دا واوره د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د یو حاصل‌خېز کال د نښې په توګه ګڼي.

سره له دې چې دا باران او واوره مثبتې اغېزې لري، خو د سختې سړې هوا له امله د ډېرو کورنیو ورځنی ژوند لا ډېر ستونزمن کړی دی. د تودوخې وسایلو او د سون توکو اړتیا لوړه شوې چې له مخکې نه له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنیو ته یې لا ډېر فشار ور زیات کړی دی.

په عین وخت کې، د نورستان واورینې منظرو د کورنیو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی؛ خو د طالبانو د ادارې له لوري د ژمي د مدیریت لپاره د اغېزمنو پلانونو او ملاتړ نشتوالی د خلکو د بنسټیزو خدمتونو، د تګ راتګ لارو او د ژمنیو مرستو د لاسرسي په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button