سراج الدين حقاني: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی

د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير، سراج الدين حقاني، د پوليسو د فراغت په مراسمو کې ويلي، افغانستان اوس يو امن هېواد دی او د ده په وينا، له افغانستانه هېڅ ګواښ نورو هېوادونو ته نه متوجېږي.
حقاني زياته کړه چې د طالبانو تر ادارې لاندې پوليس له پخوانيو امنيتي جوړښتونو سره توپير لري او ادعا يې وکړه چې اوس خلک له امنيتي ځواکونو سره ولاړ دي او د هغوی هرکلی کوي.
هغه د پخوانيو رژيمونو د پوليسو د کړنو يادونه وکړه او ويې ويل، د ده په باور، خلک له پوليسو وېرېدل، ځکه، د هغه په وينا، پوليسو غلاوې کولې او خلک به يې نامعلومو ځايونو ته لېږدول.
د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير دا هم وويل، پوليس بايد له خلکو سره په مينه او مهربانۍ چلند وکړي؛ خو دا خبره په داسې حال کې ده چې د خپلسريو نيونو، محدوديتونو او د دې ادارې د ځواکونو د سخت چلند په اړه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو له سختو نيوکو او پوښتنو سره مخ ده.




