امنیت او پېښېمهم خبرونه

په خوست کې د شپږو مياشتو په اوږدو کې ۷۶ تري تم کسان موندل شوي

د خوست د امنيې قوماندانۍ وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې ۷۶ تنه چې په دې ولايت کې بې‌درکه شوي وو، د امنيتي څېړنو او تعقيبي هڅو وروسته بېرته پيدا او خپلو کورنيو ته ورسپارل شوي دي. د دغو کسانو له ډلې ۳۱ تنه ماشومان دي.

د دې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مديريت د طالبانو د حکومت له امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې د خوست د يو شمېر اوسېدونکو د تري تم کېدو اړوند معلومات راټول کړي او د څېړنو بهير يې پيل کړی دی.

سرچينه زياتوي، د دغو څېړنو پايلې ښيي چې د موندل شويو کسانو يوه ستره برخه هغه کسان دي چې يا له خپلو کورونو تښتېدلي وو او يا يې هڅه کوله چې د ناقانونه لارو له لارې له هېواده ووځي.

که څه هم د طالبانو اداره وايي دغه کسان خپلو کورنيو ته ورګرځېدلي، خو ټولنيز کارپوهان ټينګار کوي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تېښتو د پېښو زياتوالی د ټولنيزو، اقتصادي او امنيتي لاملونو ژوره ارزونه غواړي؛ هغه موضوعات چې که د پاملرنې او ملاتړ روښانه تګلارې ونه لري، د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button