د سعودي عربستان د ختیځ یمن پوځي خوځښتونو په اړه وضاحت ورکړ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې د دغه هېواد د ختیځ یمن وروستیو پوځي خوځښتونو په اړه وضاحت ورکړی او ټینګار یې کړی چې دا اقدامات د یمن د ولسمشري د مشرتابه شورا له موافقې پرته او د ائتلاف له همغږۍ بهر ترسره شوي دي.
د اعلامیې له مخې، یاد پوځي خوځښتونه د حضرموت او المهره په دوو ولایتونو کې ترسره شوي؛ هغه سیمې چې په تېرو اونیو کې د نوو ترینګلتیاوو او د پوځي کنټرول د توازن د بدلون شاهدې وې. ریاض ویلي، هڅې روانې دي څو د دواړو ولایتونو وضعیت بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه هيله څرګنده کړې چې د جنوبي انتقال شورا به د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره اقدام وکړي او خپلې اړوندې ډلې به له حضرموت او المهره څخه وباسي. دغه دیپلوماتیک بنسټ ټینګار کړی چې د بحران د زیاتېدو مخنیوی او د ثبات ساتل په دې سیمو کې ډېر اړین دي.
په وروستیو اونیو کې، د جنوبي انتقال شورا ځواکونه چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ لري، د سعودي عربستان له متحدو ځواکونو څخه په ناڅاپي بریدونو سره د حضرموت او المهره ستراتیژیکې برخې نیولي دي. د دغو تحولاتو له امله، د سعودي ځواکونه هڅه کوي په پوځي خوځښتونو سره دا سیمې بېرته ونیسي.




