مهم خبرونهنړیوال

پوتين: روسيه به ونزوېلا د بهرنيو فشارونو پر وړاندې ولاړه ده

ولاديمير پوتين، د روسيې ولسمشر، د نوي ميلادي کال د مبارکۍ په پيغام کې نیکولاس مادورو ته ويلي چې مسکو به د بهرنيو فشارونو پر وړاندې د ونزوېلا او د دغه هېواد د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شي.

پوتين په دغه پيغام کې د روسيې او ونزوېلا د تېر کال دوه اړخيزې اړيکې «ډېرې بريالۍ» بللې او د دواړو هېوادونو د همکاريو د پرمختګ له امله يې خوښي څرګنده کړې ده. ده زياته کړه چې د مسکو او کاراکاس تعاملات په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په لور روان دي.

د روسيې ولسمشر همدارنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکې همکارۍ او شراکت تړون اهميت ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا موافقه د کيفي او رغنده همکاريو د پياوړتيا لپاره لازم بنسټونه برابروي.

پوتين د ونزوېلا پر وړاندې د «بې‌سابقه بهرنيو فشارونو» يادونه کړې او ټينګار يې کړی چې روسيه له د دغه هېواد له خلکو سره پر تلپاتې همبستګۍ باور لري. هغه د مسکو چمتووالی څرګند کړی چې له کاراکاس سره په دوه اړخيزو او نړيوالو موضوعاتو کې نږدې همکاري ته دوام ورکړي.

پوتين په پای کې نیکولاس مادورو ته د روغتيا او بريا هيله وکړه او د ونزوېلا د خلکو لپاره يې د سولې او هوساينې دعاء وکړه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button