ټولنه‌یزمهم خبرونه

د افغان استادانو د لرې کولو او د پاکستاني استادانو د ګمارنې ادعا

عبدالکریم توتاخېل، د پکتیا پوهنتون پخواني رئیس ادعا کړې چې د طالبانو اداره د بېلابېلو پلمو په کارولو سره مسلکي افغان استادان له کابل پوهنتون او نورو لوړو ښوونیزو بنسټونو څخه لرې کړي او د هغوی پر ځای یې پاکستاني استادان ګمارلي دي.

هغه ویلي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یوه رسمي مکتوب یې په خپله د فېسبوک پاڼه خپور کړی، چې په هغه کې د درېو پاکستاني استادانو د مقررۍ منل تائید شوي. دغه مکتوب د نوې تګلارې د سند په توګه یاد شوی، چې موخه یې د بهرنیو کادرونو جذب ښودل شوې ده.

توتاخېل زیاتوي، افغان استادان له پراخو محدودیتونو، ځینو نیونو او د وړو دلیلونو له مخې له دندو ایستل کېدو سره مخ دي، خو پاکستاني استادان له دغو فشارونو خوندي پاتې شوي. هغه دا چلند تبعیضي او د هېواد د لوړو زده کړو نظام ته زیان رسوونکی بللی دی.

د نوموړي په وینا، د مکتوب له مخې هر پاکستانی استاد په میاشت کې ۱۸۰ زره افغانۍ معاش اخلي، چې دا شمېر د افغان استادانو له وضعیت سره څرګند توپیر لري. نوموړی وايي، د طالبانو اداره په پیل کې افغان استادانو ته یوازې ۵ زره افغانۍ معاش ورکاوه، او اوس هماغه لږه اندازه هم پرې شوې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، سلګونه د پوهنتون استادان یا مهاجرت ته اړ شوي، یا بېلابېلو پلمو له مخې له دندو برطرفه شوي دي. یو شمېر نورو بیا د خپلو ماشومانو د تعلیمي راتلونکې د خوندي کولو لپاره افغانستان پرې ایستی. دغه لړۍ د لوړو زده کړو د نظام د کمزورۍ او د مغزو د تېښتې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button