د بلخ والي د قزاقستان له سفیر سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د بلخ ولایت مقام وايي چې محمد یوسف وفا، د دې ولایت والي، له ګازیز اکباسوف، د قزاقستان له سفیر سره د افغانستان لپاره لیدنه کړې او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
د ولایت د چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې، اقتصادي او بشري همکارۍ موضوعات وڅېړل شول او پر دې ټینګار وشو چې اړیکې دې په همدې برخو کې دوام ومومي.
د بلخ والي په دې غونډه کې وویل چې افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د بیا رغونې او اقتصادي ودې نوې پړاو ته داخل شوی او د طالبانو اداره هڅه کوي چې خپلې اړیکې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ پراخې کړي.
په همدې حال کې، د قزاقستان سفیر څرګنده کړه چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره، د ۲۰۰ بسترو یوې روغتون تر جوړولو سربېره، معیاري ښوونځي هم تاسیس کړي.
اکباسوف زیاته کړه چې د دغو پروژو پلي کېدل کولای شي د افغانستان د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې راکمې کړي، د زده کړو سطحه لوړه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري همکاریو نوی پړاو پرانیزي.




