مهم خبرونهنړیوال

مدودف: طالبان د لوېديځو بنسټونو په پرتله روسيې ته لږ خطر لري

د روسيې د امنيت شورا مرستیال، ديميتري مدودف، په يوې ليکنې کې چې د «رودينا» په مجله کې خپره شوې، طالبان د لوېديځ له ملاتړ شويو بنسټونو سره پرتله کړي او ويلي یې دي چې دغه ډله په هغو کلونو کې چې د روسيې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله وه، روسيې ته لږ زيان اړولی دی.

مدودف دا مقاله د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په درېيمه خپره کړې او ادعا یې کړې چې هغه بنسټونه چې د ده په خبره د لوېديځ په ملاتړ فعاليت کوي، د بشردوستانه او علمي مرستو تر نوم لاندې، د روسيې د کمزورې کولو او ټوټې کولو موخې تعقيبوي. ده زياته کړې چې د ده په باور، دغه بنسټونه د طالبانو په پرتله د معاصرې روسيې لپاره زيات ګواښ دي.

د روسيې د امنيت شورا مرستيال ليکلي چې د دغو بنسټونو موخه تل يو ډول پاتې شوې، او هغه د «د روسيې د څو قومي ولسونو وېش» ده. د ده تمرکز په دې برخه کې د طالبانو کورنيو يا سيمه‌ييزو چارو ته نه، بلکې د لوېديځو پاليسيو او جوړښتونو په نيوکه متمرکز شوی دی.

په همدې مهال، د روسيې چارواکو له دې وړاندې ويلي چې طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنيوي په څېر برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روان کال د تله په مياشت کې اعلان کړی و چې مسکو د دغې همکارۍ ملاتړ کوي، خو ورسره يې دا هم يادونه کړې چې ترهګرې ډلې لاهم د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

له بلې خوا، د امريکا «اينسايدر» مجلې د تېر کال د مرغومي په مياشت کې په يو ځانګړي راپور کې ادعا کړې وه چې د روسيې پوځي استخباراتو اداره د بهرنيو ځواکونو د شتون پر مهال طالبانو ته مالي ملاتړ ورکاوه. د دغه راپور له مخې، روسيې په منځني ډول د هر امريکايي يا ائتلافي سرتېري د وژل کېدو په بدل کې طالبانو ته شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره ورکول؛ خو مسکو تر اوسه دا ادعا په رسمي ډول نه ده تأييد کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button