مهم خبرونهنړیوال

مدودف: طالبان د لوېديځو بنسټونو په پرتله روسیې ته کم خطر لري

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف په “رودینا” مجله کې لیکلي چې طالبان د هغو لوېديځو ملاتړ لرونکو بنسټونو په پرتله چې د ده په وینا د بشري او علمي مرستو تر نوم لاندې د روسیې د کمزوري کولو هڅې کوي، کم خطرناک دي. مدودف ویلي چې طالبانو، حتی هغه کلونه چې د روسیې د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامل وو، روسیې ته لږ زیان رسولی دی.

دا مقاله د چهارشنبې په ورځ (د جدی درېیمه) خپره شوې او مدودف پکې ادعا کړې چې دغه بنسټونه د لوېديځ له خوا ملاتړ ترلاسه کوي او د روسیې د تجزیې هدف تعقیبوي. ده زیاته کړې چې دا بنسټونه د معاصرو طالبانو په پرتله د روسیې لپاره ستر ګواښ ګڼي.

مدودف په دوام کې لیکلي چې د دغو بنسټونو موخه تل دا وه چې د روسیې څو قومیز ملت تجزیه کړي. ده د طالبانو د کورنیو او سیمه‌ییزو کړنو په اړه څرګندونې نه دي کړې، بلکې ټوله تمرکز یې د لوېديځو سیاستونو او جوړښتونو پر نیوکه کړی دی.

په ورته وخت کې، د روسیې چارواکو مخکې ویلي چې د طالبانو اداره د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د ګډ کار لپاره چمتووالی لري. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال د میزان په میاشت کې ویلي و چې مسکو له دغې همکارۍ ملاتړ کوي، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې لاهم د افغانستان له خاورې کار اخلي.

له بلې خوا، د امریکا “انساېدر” مجلې تېر کال د جدی په میاشت کې په خپل ځانګړي راپور کې ویلي و چې د روسیې پوځي استخباراتو ادارې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال طالبانو ته مالي ملاتړ ورکاوه. د راپور له مخې، روسیې په منځنۍ توګه د هر امریکایي یا ائتلافي سرتېري د وژل کېدو په بدل کې طالبانو ته ۲۰۰ زره ډالر ورکول؛ خو مسکو تر اوسه دا ادعا په رسمي توګه نه ده تائید کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button