پر وچکالۍ ځپلو سیمو ته د بېړنۍ مرستې غوښتنه وشوه

د ملي پېښو د مبارزې ادارې د کډوالو له نړيوال سازمان (IOM) سره په همکارۍ يو تخنيکي غونډه جوړه کړه چې موخه يې د افغانستان د اقليمي زيانمنۍ ارزونه وه. د غونډې تمرکز پر وچکالۍ او د هغو سيمو پر عاجلو اړتياوو و چې له دې پديدې اغېزمنې شوې دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې د هېواد يو شمېر سيمې په جدي ډول له وچکالۍ ځپلې دي، او که عاجلې مرستې ورته و نهرسېږي، د دغو سيمو د اوسېدونکو اقتصادي حالت به لا سخت شي.
د کډوالو د نړيوال سازمان استازي د غونډې پر مهال څرګنده کړه چې IOM د افغانستان په کچه د اقليمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو په برخه کې کار کوي او د بېرته ستنېدونکو د اړتياوو پوره کول هم د خپلو کاري لومړيتوبونو برخه ګڼي.
افغانستان په وروستيو کلونو کې د اقليمي بدلونونو، پر لهپسې وچکاليو او د سرچينو د مديريت د جوړښتي محدوديتونو له امله له زياتېدونکې زيانمنۍ سره مخ شوی دی؛ يو حالت چې د اړوندو ادارو او نړيوالو سازمانونو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ اړتيا څرګندوي.




