ټولنه‌یزمهم خبرونه

په پکتيکا کې د نه ښوونځیو او يوې دیني مدرسې د جوړېدو کار بشپړ شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې ریاست اعلان کړی چې د پکتيکا ولايت د پولو پر سيمو کې د نهو ښوونځیو او يوې دیني مدرسې د جوړېدو چارې بشپړې شوې او دا تاسیسات د استفادې لپاره سپارل شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو ودانيو د جوړېدو لپاره په ټوليز ډول شپېته ميليونه افغانۍ لګېدلي دي، او موخه يې د پولي سيمو د اوسېدونکو د زده‌کړې خدمتونو ته د لاسرسي ښه‌والی بلل شوی دی.

د پوهنې ریاست وياند، منصور احمد حمزه ويلي چې هره ودانۍ اته درسي خونې، د څښاک د پاکو اوبو سیستم او يو شمېر نورې اړینې آسانتياوې لري.

خو تعلیمي کارپوهان ټينګار کوي چې سره له دې چې نوې ودانۍ جوړې شوې، لا هم د مسلکي ښوونکو کمښت، د زده‌کړې محدودیتونه او د نجونو د زده‌کړې نابرابر لاسرسی د طالبانو تر ادارې لاندې په ډېرو سيمو کې جدي ستونزې بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button