روغتيامهم خبرونه

د افغانستان د سرطان د پاملرنې د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د روزنیز پروګرام پای ته رسېدل

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د دې ادارې له ملاتړ سره یو څو اړخیز روزنیز پروګرام، چې موخه یې په افغانستان کې د سرطان د تشخیص، درملنې او تسکیني خدمتونو پیاوړتیا وه، د ۲۰۲۵ د دسمبر پر ۲۲مه نېټه پای ته رسېدلی دی.

دا پروګرام چې د نومبر په میاشت کې پیل شوی و، د آنلاین زده کړو او حضوري عملي ناستو یو ترکیب و، او د پروګرام په پای کې ګډونوالو د ارزونې په ازموینو کې برخه واخیسته. د دې روزنو اساسي هدف د روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول ښودل شوی، په داسې حال کې چې د افغانستان روغتیایي نظام له سرچینو او تخصصي کدرونو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار وکړ چې د سرطان پاملرنې او تسکیني خدمتونو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو لپاره چې له درنو او نه درملېدونکو ناروغیو سره مخ دي، د هېواد د روغتیايي نظام یوه جدي اړتیا ده؛ داسې برخه چې په تېرو کلونو کې د پراخو محدودیتونو او د جوړښتي ملاتړ د کمښت له امله لا زیاته زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د روغتیا سکتور اداره پر غاړه لري، نړیوال بنسټونه، په شمول د روغتیا نړیوال سازمان، هڅه کوي له روزنیزو او حمایوي پروګرامونو سره د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو موجود خلاوې ډکې کړي؛ خو له دې سره سره، د روغتیايي چارو کارپوهان پر دې ټینګار کوي چې خلکو ته دوامدار، بې‌تبرېزه او د اړتیا پر بنسټ د درملنې خدمات باید شتون ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button