ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

طالبانو د ګډو کاري چاپېریالونو کې د ښځو کار ته «ګناه» ویلې ده

د ښځو پر کاري محدودیتونو د زیاتېدونکو غبرګونونو په غبرګون کې، د طالبانو د حکومت ویاند، سیف‌الاسلام خیبر، په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د ښځو او نارینه‌وو ګډ کاري چاپېریال «ګناه» ګڼل کېږي، او هغه ادارې چې دا شرطونه مراعت نه کړي، له جدي خبرداري سره به مخ شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه چارواکي ځینې مؤسسې پر دې تورنې کړې چې د دې ادارې د قوانینو، په ځانګړې توګه د حجاب د شرط، رعایت نه کوي. ده ادعا وکړه چې په یو شمېر ادارو کې د «اختلاط او بې‌حجابی» پېښې لیدل شوې، چې د طالبانو له نظره دا کړنې د شریعت خلاف او نه‌منل کېدونکې دي.

خیبر په خپلو څرګندونو کې سخت خبرداری ورکړی چې ښځو او نارینه‌وو ته به اجازه ورنه کړل شي چې سره «چت» وکړي یا په ګډو کاري چاپېریالونو کې حضور ولري. هغه همداراز ادعا کړې چې له محلي او نړیوالو مؤسسو څخه سلګونه شکایتونه تر لاسه شوي دي.

نوموړي روښانه کړه که چیرې ادارې د هغه په وینا «شرعي اصولو» ته ژمنتیا و نه لري، نو هغوی ته به خبرداری ورکړل شي چې خپلې ښځینه کارکوونکې لرې کړي. د خیبر خبرې د هغو ادارو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار ښکارندويي کوي چې، د طالبانو تر محدودیتونو لاندې، هڅه کوي افغان مېرمنې د کار په ډګر کې وساتي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې محدود کوونکي سیاستونه دوام لري او نوي محدودیتونه لګول کېږي، په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه د بشپړې حذف اندېښنې ډېرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې څو ځله د جنسیتي تبعیض د پای ته رسېدو او د ښځو د زده‌کړې او کار ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button