سراج الدین حقاني: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی

سراجالدين حقاني، د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير، د افغانستان د پوليسو له اکاډمۍ څخه د ۹۰۰ کسانو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د هېواد امنيتي وضعيت ښه شوی او له افغانستانه د نورو هېوادونو پر وړاندې کوم ګواښ نه راپورته کېږي. نوموړي دا څرګندونې د امنيتي چارواکو او نوې فراغ شويو کادرو په حضور کې وکړې.
حقاني ادعا وکړه چې هغه ژمنې چې د دوحې په خبرو اترو کې د افغانستان د خاورې د نهاستعمالېدو لپاره د نورو هېوادونو پر ضد شوي وې، په بشپړ ډول عملي شوې دي. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړيواله ټولنه څو ځله د روڼتيا، د باور وړتيا او د حساب ورکوونې پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې د افغانستان پوليس د خلکو اعتماد او ملاتړ لري، او دغه وضعيت يې له هغو هېوادونو سره مقايسه کړ چې د ده په وينا، هلته وګړي له امنيتي ځواکونو څخه وېره لري. نوموړي د پوليسو له ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره د چلند پر مهال مسلکي اصول، عدالت او نرموالی وساتي؛ دا خبره په داسې حال کې ده چې د سختدريځ چلند او محدوديتونو په اړه مکرر راپورونه د خلکو او د څارونکيو بنسټونو د نيوکو لامل شوي دي.
په همدې مراسمو کې، رحمتالله نجيب، د کورنيو چارو وزارت اداري معين، د ۹۰۰ نوو پوليسو يوځای کېدل د عمومي امنيت د پياوړتيا او د امنيتي جوړښتونو د تقويت لپاره مهم ګام وباله او دا يې د طالبانو د ادارې د پلانونو برخه وبلله چې موخه يې د کورنيو بنسټونو پياوړي کول دي.
حقاني همدارنګه د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اصطلاحاً خوندي راستنېدو هڅو ته اشاره وکړه او وويل چې د طالبانو اداره پر عملي لارو چارو کار کوي. دا موضوع په واقعي ډول له پراخو اندېښنو سره مخ ده ځکه واضح ضمانتونه د راستنېدونکو د امنيت او ژوند د ښه والي لپاره نه شته.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره هڅه کوي د امنيتي او زدهکړيزو پروګرامونو په ښودلو سره هم د کورني افکارو قناعت ترلاسه کړي او هم نړيوالې ټولنې ته د ثبات پيغام واستوي؛ خو دغه هڅې تر هغه د جدي شکونو سره مخ دي څو پورې چې بنسټيز اصلاحات، حساب ورکوونه او د وګړو اساسي حقوق نه عملي کېږي.




