آلمان يو سوريایي تبعه دمشق ته تبعيد کړ

د آلمان حکومت د ۲۰۱۱ کال د سوريې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې لومړی ځل دی چې يو سوريایي تبعه خپل هېواد ته ستنېږي. دا اقدام، چې د يوه بل کس له افغانستان ته له استولو سره هممهاله ترسره شو، د برلين د مهاجرتي تګلارې د بدلون نښه بلل کېږي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، ياد ۳۷ کلن سړی په نوردرهاين–وستفالن ایالت کې په وسلهوال غلا، د سختو بدني ټپونو رسولو او اخاذۍ تورن او محکوم شوی و. نوموړی له بند د تېرېدو وروسته له آلمان څخه وشړل شو.
د آلماني چارواکو په وينا، دغه سړی په مستقيم الوتنه کې دمشق ته ولېږدول شو، او د آلمان فدرالي پوليسو هغه د سوريې تر پلازمېنې پورې بدرګه کړ او محلي چارواکو ته يې وسپاره.
د دې اخراج بهير د نهې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲۳مه، عملي شو. هممهاله د آلمان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې يو بل کس يې هم افغانستان ته تبعيد کړی، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.




