اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د سفارت سرپرست د چابهار د آزادې اقتصادي برخې له مسؤول سره ولیدل

د طالبانو د ادارې د سفارت سرپرست په تهران کې د چابهار بندر ته د یو سفر پر مهال د دغه بندر د آزادې اقتصادي سیمې له مسؤول سره لیدنه کړې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړي دي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د چابهار د آزادې اقتصادي سیمې د مسؤول په بلنه ترسره شوې وه او دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د آزادې سیمې د ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې او د سوداګرۍ د تبادلې د کچې د لوړولو پر لارو چارو بحث کړی دی.

په دې ناسته کې همدارنګه د صادراتو د اسانۍ، د سوداګرو لپاره د سهولتونو د رامنځته کولو او د ترانزیتي لارو د پراخولو موضوعات د چابهار بندر له لارې تر غور لاندې نیول شوي دي.

د ایران په سوېل کې موقعیت لرونکی د چابهار بندر د مهمو ترانزیتي لارو له ډلې څخه دی چې د وچې محاطو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان لپاره، اقتصادي او ترانزیتي اهمیت لري او تل د سیمه‌یزو خبرو مهمه موضوع پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button