د پاکستان د دفاع وزير د هند له بريدونو سره د سرحدي عملياتو پرتله ناسمه وبلله

د پاکستان د دفاع وزير وايي، د دغه هېواد پوځي عمليات د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يوازې د تحريک طالبان پاکستان پر ځانګړو مرکزونو متمرکز دي، او د هند له هغو بريدونو سره د دې عملياتو پرتله چې د جوماتونو او دينې مدرسو پر ضد ترسره شوي، «ناسمه او د منلو نه وړ» ده.
خواجه محمد آصف د سهشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل چې د پاکستان عمليات د تاييد شويو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ روان دي، او موخه يې د تحريک طالبان پاکستان مرکزونه دي؛ هغه ډله چې د ده په وينا، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعاليت کوي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د دغو عملياتو د هند له غيرقانوني بريدونو سره پرتله چې د ده په وينا د بهاولپور او مريدکې په سيمو کې د دينې ځایونو پر ضد ترسره شوي، يو ناسم تشبيه ده او د ميدان واقعيتونه له پامه غورځوي.
بل لور ته، د افغانستان طالبان اداره څو ځله دغه ادعاوې رد کړې دي او ويلي يې دي چې د پاکستان ناامني د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده، او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخيستل شي؛ دا دريځ، سره له دې چې کړکېچونه دوام لري، لا هم په سيمهيزه کچه له شک او نيوکو سره مخ دی.




