مهم خبرونهنړیوال

په ترکیه کې د الوتکې سقوط؛ د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علی الحداد وژل شوی

د راپورونو له مخې، د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علی احمد الحداد د سه شنبې په ورځ په ترکیه کې د یوې الوتکې د سقوط له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه لږ وروسته له هغه رامنځته شوه چې الوتکه د انقرې له اسن‌بوغا هوايي ډګر څخه د طرابلس پر لور الوتنه وکړه او ټول مسافر یې ووژل شول.

د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه د دې پېښې د تایید پر مهال د پوځ د لوی درستیز او د هغه د ملګرو مرګ یوه ستره ضایعه وبلله چې د هېواد، پوځي بنسټونو او د لیبیا د خلکو لپاره ډېر دروند زیان دی. د هغه په وینا، دا الوتکه د لیبیا د څو لوړپوړو پوځي چارواکو وړونکې وه.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د لیبیا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، د پوځي صنایعو ادارې مشر، د لوی درستیز یو سلاکار او د هغه دفتر یو عکس‌اخیستونکی هم په دې الوتنه کې موجود وو او ټول وژل شوي دي. یادو چارواکو د رسمي سفر لپاره ترکیې ته تللي وو او د دې هېواد له پوځي مسؤلینو سره یې لیدلي وو.

د ترکیې د داخله وزیر علي یرلیکایا ویلي، الوتکه د ګرینویچ په وخت مازیګر ۱۷:۱۰ بجې د انقرې څخه پورته شوه، خو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته له هغې سره راډیويي تماس پرې شو. د الوتکې مړه بڼه د انقرې ولایت په هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوې ده.

د ترکیې د چارواکو په وینا، دا الوتکه د “داسو فالکون ۵۰” ډول وه او له سقوط مخکې یې د اضطراري ناستې غوښتنه کړې وه، خو تماس بیا نه و ټینګ شوی. د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي، د دې پېښې د لامل معلومولو لپاره رسمي څېړنې پيل شوې دي.

په همدې حال کې، د لیبیا حکومت د پېښې د څېړنې لپاره یوه رسمي پلاوي انقرې ته استولی او په ټوله هېواد کې یې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی. دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې د ترکیې پارلمان د خپلو سرتېرو د حضور موده په لیبیا کې د دوو نورو کلونو لپاره وغځوله.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button