د ژمنۍ واورې له پیل سره نورستان ته د سېلانيانو سفرونه ډېر شوي

د ژمنۍ واورې له پيل سره په پارون ښار، چې د نورستان ولايت مرکز دی، د سېلانيانو د سفرونو شمېر په پام وړ ډول زيات شوی دی. له واورو پوښل شوي غرني منظرې او د ژمي نه لمس شوې ښکلې طبېعت نورستان يو له هغو ځايونو څخه جوړ کړی چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سېلانيان ورته ورځي.
يو شمېر سېلانيان چې په دې وروستيو ورځو کې نورستان ته تللي، وايي که څه هم دوی د دوبي په موده کې هم د دې ولايت شنې سيمې ليدلې وې، خو د ژمي ښکلاوې او د غرونو سپين پوښاک يې د سيمو ښکلا څو چنده زياته کړې ده.
د نورستان ځايي خوراکونه هم د هغو ټکو څخه دي چې د سېلانيانو پام یې ځان ته ور اړولی. ليدونکي همدارنګه د دې ولايت د اوسېدونکو د مېلمه پالنې يادونه کوي او وايي، سره له دې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو د مېلمنو هرکلی یې تود او صميمی دی.
د طالبانو د محلي ادارې چارواکي په نورستان کې وايي، د سېلانيانو د خونديتوب او د اسانتياوو د برابرولو لپاره اقدامونه شوي، تر څو ليدونکي په ډاډ سره د طبيعي ښکلاوو څخه خوند واخلي. د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، سميعالحق حقبيان، ويلي چې په تېر وخت کې د معياري سړکونو او هوټلونو نشتوالی د سياحت جدي ستونزه وه، خو د ده په خبره دا ستونزې تر يو بريده حل شوې دي.
د محلي چارواکو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په روان کال کې شاوخوا څلور لکه کورني او بهرنۍ سېلانيان د نورستان د طبيعي ښکلاوو او جاذبو څخه ليدنه کړې ده.




