د جرمني د مشهورو څېرو غوښتنه: د افغانستاني کډوالو بېړنی انتقال دې وشي

د جرمني له ۵۰ څخه زياتو سياسي، فرهنګي او ټولنيزو وتلو څېرو په يوه پرانستي ليک کې له فدرالي حکومت څخه غوښتي چې هغه افغانان چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، بېځنډه انتقال کړي.
د جرمني د رسنيو د راپورونو له مخې، په دې ليک کې ټينګار شوی چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغان وګړي چې له جرمني ادارو سره يې پخوا همکاري کړې وه، اوس په پاکستان کې دي او د جبري ستنېدنې له خطر سره مخامخ دي.
د ليک لاسليک کوونکو خبرداری ورکړی چې د دې کسانو د انتقال په بهير کې هر ډول ځنډ د هغوی ژوند او امنيت له جدي ګواښونو سره مخامخوي. هغوی له جرمني دولت څخه غوښتنه کړې چې خپلې مخکنۍ ژمنې د دغو افغانانو پر وړاندې سمدستي او عملي پلي کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان ډېرو اوسېدونکو له هېواده د وتلو پرېکړه وکړه، ځکه دوی له بهرنيو هېوادونو يا نړيوالو ادارو سره د همکارۍ له امله له ګواښونو سره مخ وو او لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې په ناڅرګندو او له خطر ډکو حالاتو کې ژوند کوي.




