د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
۱۴۱ افغان وګړي آلمان ته ولېږدول شول

د آلماني رسنیو د راپور له مخې، د آلمان حکومت ۱۴۱ تنه افغان وګړي د يو چارتر الوتنې له لارې دغه هېواد ته لېږدولي دي. دا کسان د نيدرزاکسن ایالت په هانوفر هوايي ډګر کې رسېدلي او د دوی د لومړنۍ منلو بهير پيل شوی دی.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د وياندې په وينا، پلان دا دی چې دغه افغان وګړي په راتلونکې مرحله کې د آلمان بېلابېلو ایالتونو ته واستول شي، څو د ځای پر ځای کېدو او اداري چارو بهير یې بشپړ شي.
په وروستيو کلونو کې د افغانستان د بدلونونو او د امنيتي او اقتصادي اندېښنو له زياتېدو سره، اروپايي هېوادونو ته د افغان وګړو انتقال دوام لري. د بشري حقونو بنسټونو تل د زیانمنو کسانو د خوندي او شفافو لارو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د آلماني چارواکو لهخوا د دغو کسانو د حقوقي حالت يا د استوګنې د دقيق وخت په اړه نور جزئيات نه دي اعلان شوي.




