اقتصادمهم خبرونه
په معروف ولسوالۍ کې لس د انګورو نوي باغونه وویشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې د انګورو د حاصلاتو د لوړولو او باغدارۍ د پیاوړتیا په موخه، لس د انګورو باغونه د دې ولایت د معروف ولسوالۍ په کچه وویشل شول.
د دې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، هر باغ په یوه جریب ځمکه کې جوړ شوی او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له مالي ملاتړ سره، د دې ولسوالۍ لسو مستحقو باغدارانو ته ورکړل شوی دی.
ده زیاته کړه چې دغه پروګرام یوازې د باغونو په وېش نه محدودېږي، بلکې باغدارانو ته د باغدارۍ اړین وسایل هم په پام کې نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، باغدارانو ته د انګورو د ساتنې او د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې اړینې زده کړې هم ورکړل شوې دي، څو وکولی شي له دغو باغونو څخه په مؤثره توګه ګټه واخلي.




