امنیت او پېښېمهم خبرونه

په شهرنو کابل کې له دوه زرو زيات نشه يي ټابليټونه کشف او دوه کسان نيول شوي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د ځانګړو ځواکونو له خوا ويل شوي، چې د کابل ښار د شهرنو په سيمه کې د څو کشفي عملياتو پر مهال دوه کسان د دوه زره او درې سوه نشه يي ټابليټونو سره نيول شوي دي.

د ياد وزارت په وينا، نيول شوي کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي، څو د دوی دوسيې د نافذو قوانينو له مخې وڅېړل شي.

که څه هم د طالبانو اداره همېشه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د زياتوالي ادعا کوي، خو د کابل اوسېدونکي او څارونکي بنسټونه څو ځله د نشه يي موادو د اسانه لاسرسي او د هغې د پلور د پراخېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده؛ يو حالت چې له اړوندو مسؤلو ادارو څخه لا زياتې روڼتيا، حساب ورکونه او دوامدارو کړنو ته اړتيا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button