اقتصادمهم خبرونه

له کندهاره د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته ۷۰۰ ټنه پنبې ایران ته صادرې شوې

د کندهار د کانونو او صنایعو د خونې مسوولین وايي، له هغه وروسته چې د افغانستان تجارتي لارې له پاکستان سره وتړل شوې، د دې ولایت د پنبې صادرات ایران ته زیات شوي او په نږدې یوه میاشت کې ۷۰۰ ټنه پنبه دې هېواد ته لېږل شوې ده.

د کندهار د کانونو او صنایعو د خونې رییس سید سرور اماني وایي، تر دې وړاندې سوداګر د پنبې د صادراتو لپاره له پاکستاني لارو ډېره تکیه لرله، خو د دغو لارو له تړل کېدو وروسته یوې خصوصي کمپنۍ وکولای شول چې له ایرانۍ خوا سره د زر ټنه پنبې د صادراتو تړون وکړي. د ده په وینا، تر دې دمه ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې او د پاتې برخې انتقال به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

اماني دا بهیر د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د بدیلو بازارونو د موندلو پر لور یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې هڅې روانې دي څو د ایران تر څنګ د چین او ترکیې هېوادونو ته هم د پنبې د صادراتو زمینه برابره شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو بازارونو تر داخلېدو وړاندې باید د پنبې کیفیت لوړ شي څو له نړیوالو معیارونو سره سمون ولري.

د ده په وینا، د کندهار د پنبې کرنه د تېر په پرتله زیاته شوې او دا د کوکنارو د کر پراخ بدیل ګڼل کېږي، خو د ټیټ کیفیت ستونزه لا هم اصلي ننګونه ده. هغه زیاته کړه چې د پنبې د ګل کوچنیوالی د دې لامل شوی چې د معیاري او نرمو تارونو تولید ممکن نه شي.

اماني وویل، د دې ستونزې د حل لپاره له د کندهار د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره ګډ کار پیل شوی، څو د پنبې تخم اصلاح شي او راتلونکي کې د صادراتو وړ او معیاري پنبه تولید شي. د ده په خبره، که دا تخنیکي ستونزه حل شي، چین او ترکیه به هم د افغانستان د پنبې د اخیستو لېوالتیا پیدا کړي.

د کانونو او صنایعو د خونې رییس هیله څرګنده کړه چې دا تخنیکي ستونزه تر راتلونکي کال یا بل کال پورې حل شي، څو د افغانستان پنبه ځان ته په نړیوالو بازارونو کې ځای ومومي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button