روغتيامهم خبرونه

په کابل کې ۲۴۱ معتادان د درملنې مرکز ته ولېږدول شول

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې رياست ويلي چې ۲۴۱ تنه د اعتياد له ناروغۍ ځورېدونکي کسان د کابل ښار له بېلابېلو سيمو راټول شوي او د درملنې لپاره د «اميد» په نوم ځانګړي روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا کسان د جلا جلا عملياتو پر مهال د پلازمېنې له بېلابېلو برخو څخه پېژندل شوي او په منظم ډول دغه درملنې مرکز ته لېږدول شوي تر څو تر روغتيايي پاملرنې لاندې ونيول شي. د «اميد» مرکز د هغو ځانګړو بنسټونو څخه شمېرل کېږي چې په کابل کې د معتادانو درملنه په کې ترسره کېږي.

خو د روغتيايي چارو شنونکي ټينګار کوي چې د معتادانو راټولول پرته له دوامدارو درملنې پروګرامونو، ټولنيز بيا ادغام او له درملنې وروسته ملاتړ څخه، د اعتياد د ستونزې بنسټيز حل نه شي کېدای. دوی وايي، فقر، بې‌کاري او د دوامدارو روغتيايي خدمتونو نشتون د اعتياد د خپرېدو اصلي لاملونه دي.

منتقدان دا هم يادونه کوي چې د طالبانو اداره تر اوسه د مخنيوي، اوږدمهاله درملنې او د معتادانو د بيا ادغام لپاره يو جامع او شفاف پروګرام نه‌دی وړاندې کړی، او لنډمهاله چلندونه د دې خطر زياتوي چې دا کسان بيا د اعتياد کړۍ ته راستانه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button