سياستمهم خبرونه

د طالبانو او روسیې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستيال د سه شنبې په ورځ په کابل کې د روسیې له سفير سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر لارو چارو د نشه‌يي توکو د مخنيوي په برخه کې خبرې وکړې.

عبدالرحمن منير په دې لېدنه کې نشه‌يي توکي يوه نړيواله ستونزه وبلله او له نړيوالو، په ځانګړي ډول له روسيې، وغوښتل چې د بزګرانو لپاره د بديلو معيشتي لارو برابرولو او د معتادانو د درملنې په برخه کې له دې ادارې سره مرسته وکړي.

منير وويل، پرته له دې چې د کليوالو اوسېدونکو لپاره د دوامدارو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د معتادانو د درملنې خدماتو د پراختيا هڅې وشي، د نشه‌يي توکو کر او قاچاق سره اغېزمنه مبارزه ممکنه نه ده.

په همدې وخت کې د روسیې سفير په کابل کې، دميتري ژيرنوف، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هڅې او لاسته‌راوړنې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې بې ساري وبللې؛ خو دا ادعا د خپلواکو او روڼو ارزونو د نشتوالي له امله لا هم د پوښتنې او لا زياتو څېړنو وړ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button