اقتصادمهم خبرونه

په پنجشیر کې له درې زرو څخه زیات قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی چې د دغه ولایت درې زره او ۵۴۴ قیراط استخراج شوي زمرد په یوه رسمي داوطلبۍ کې وپلورل شول چې ارزښت یې درې میلیونه او ۶۴۴ زره او ۳۱۰ افغانیو ته رسېږي.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه داوطلبۍ د سه‌شنبې په ورځ ترسره شوه چې یو شمېر کورني تاجران او پانګه‌وال پکې ګډون درلود. همدارنګه د کانونو د ساتنې د کمېټې استازي هم د پلور په بهیر کې حاضر وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو چینایي پانګه‌وال هم د څارونکي په توګه په دې داوطلبۍ کې ګډون کړی و؛ دا موضوع څرګندوي چې د پنجشیر د زمردو کانونه لاهم د بهرنیو پانګه‌والو پام ځان ته رااړوي.

خو کارپوهان ټینګار کوي چې د کانونو د استخراج، داوطلبۍ او عوایدو د مصرف بهیر شفافیت، په ځانګړې توګه په اوسنيو شرایطو کې، د خلکو د غوښتنو د پوره کولو او د افغانستان د طبیعي زیرمو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره بنسټیز اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button