ملګري ملتونه: د منار جام د ژغورنې لپاره باید بېړنۍ ګامونه واخیستل شي

ملګرو ملتونو د غور ولایت د تاریخي منار جام د خرابېدونکي وضعیت له امله اندېښنه ښودلې او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي چې د یونسکو ملاتړ وکړي تر څو دغه فرهنګي میراث وژغورل شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې، اندریکا راتواته، ټینګار کړی چې که نړیواله پاملرنه او کافي منابع ونه شي، نو دا تاریخي ودانۍ له سقوط سره مخ ده.
نوموړې دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (14 عقرب) د ملګرو ملتونو له خوا خپره شوې ویډیو کې د غور ولایت ته د سفر پر مهال وکړې. هغې وویل چې د تېر کال سېلابونه د منار ځمکني جوړښتونه کمزوري کړي او بنسټونه یې خراب کړي دي. د نوموړې په وینا، تر اوسه شوي اقدامات کافی نه دي او اړینه ده چې اساسي او دوامدار ګامونه پورته شي.
راتواته زیاته کړه، منار جام د ساتنې لپاره د محافظتي دېوالونو، بنسټیزو ساتنیزو سیستمونو او لا زیاتو علمي څېړنو ته اړتیا لري. د هغې په وینا: “دا منار نه یوازې د افغانستان فرهنګي میراث دی، بلکې د اسلامي تمدن یوه مهمه برخه بلل کېږي، او بېړنۍ پاملرنه ورته خورا مهمه ده.”
یونسکو د منار دننه ځینې تخنیکي وسایل نصب کړي ترڅو د هغې جوړښتي ثبات وڅېړي، خو لا هم جدي اقداماتو ته اړتیا شته چې د سقوط مخه ونیول شي. منار جام، چې د دولسمې پېړۍ د غوري واکمنو دورې له مهمو یادګارونو څخه شمېري، د قرآني لیکنو په ښکلیو خښتو رغول شوی دی.
دغه تاریخي اثر په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو د نړېوال میراثونو په نوملړ کې شامل شو؛ خو په تېرو دوو لسیزو کې د پام نه شتون له امله څو ځله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ شوی. د طالبانو اداره نه یوازې دا چې د دې مهم تاریخي ودانۍ په ساتنه کې رغنده رول نه لري، بلکې نړیوالو ادارو ته یې محدودیتونه وضع کړي چې له امله یې د بیارغونې بهیر له ځنډ او ستونزو سره مخ شوی.




