د طالبانو د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ننګرهار ته ولاړ

ملا محمد ابراهیم صدر، د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو لوړې کچې مرستيال، په خپلو رسمي سفرونو کې دغه ځل ننګرهار ولايت ته ولاړ او له محلي چارواکو، عالمانو او يو شمېر اوسېدونکو سره يې ليدنه وکړه.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا ليدنه د جلالاباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوې وه او د خبرو اصلي موضوعات د نشه يي موادو د کر، کارونې او قاچاق مخنيوی، له قومي، ژبني او سيمهييزو تعصباتو ډډه، او د چارواکو چلند د خلکو سره د ښه والي موضوع وې.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال په دې غونډه کې له محلي مسئولينو وغوښتل چې له خلکو سره د چلند پر مهال زيات پاملرنه او مسئوليتپذيرتيا ولري او د خلکو ستونزې په جدي ډول تعقيب کړي.
که څه هم د طالبانو اداره تل د خلکو غوښتنو ته د پاملرنې ټينګار کوي، خو د ولايتونو اوسېدونکي بيا په بيا له محلي ادارو د کمزورې ځوابويونکې چلند او د خپلو ورځنيو ستونزو له ناديدې کولو شکايتونه لري؛ يوه موضوع چې د دغو ټينګارونو عملي پلي کېدل له جدي پوښتنو سره مخ کوي.




