د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

یونیسف: له ۲.۶ میلیونو ډېرو کسانو بیا افغانستان ته ستنېدل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په بهیر کې له ۲.۶ میلیونو څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دا بېرته ستنېدنه د دوامدارې وچکالۍ له حال سره یو ځای شوې چې له امله یې د کورنیو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند لا پسې ستونزمن شوی دی.

د یونیسف په وینا، ډېری ماشومان د هغو بېرته راستانه شوو کورنیو برخه دي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو او صحي اسانتیاوو څخه بې‌برخې دي؛ هغه حالت چې په زیانمنو سیمو کې د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

دغه اداره زیاتوي چې د چین په ملاتړ او د یاد هېواد د نړیوالې پرمختیايي همکارۍ ادارې له لارې، صحي مرستې د بېرته راستانه شوو کورنیو ته وېشي تر څو د هغوی د عاجلو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

حلیمه، د دغو مرستو له ترلاسه کوونکو میندو څخه یوه ده، ویلي چې دغه صحي بستې د ماشومانو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لوبولی شي. خو د بشري مرستو بنسټونه ټینګار کوي چې د طالبانو د ادارې د اغېزمن پلان او د بشري کړکېچونو پر وړاندې د فعال غبرګون د نشتوالي له امله، د خلکو اړتیاوې پراخې پاتې دي او له موقتي مرستو ډېرې وړاندې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button