یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۶ میلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیات کسان افغانستان ته ستانه شوي دي؛ دا ستنېدنه په داسې حال کې رامنځته شوې چې اوږدمهالې وچکالۍ د کورنیو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند لا ستونزمن کړی دی.
د یونیسف په وینا، د بېرته راستانه شویو کورنیو ډېری ماشومان د ژوند له بنسټیزو وسایلو او روغتیایي اسانتیاوو بېبرخې دي؛ داسې حالت چې په زیانمنو سیمو کې د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.
دا اداره زیاتوي چې د چین په ملاتړ او د هغه هېواد د نړیوالې پراختیايي همکارۍ ادارې له لارې، روغتیایي بستې هغو کورنیو ته وېشي چې بېرته راستانه شوې دي، څو د هغوی ځینې بیړنۍ اړتیاوې پوره شي.
حلیمه نومې یوې مور، چې دا مرسته یې ترلاسه کړې، ویلي چې دا بستې کولای شي د ماشومانو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي. خو د بشري مرستو ادارې ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت د اغېزمنو پلانونو او د بشري کړکېچونو پر وړاندې د مناسب غبرګون د نشتوالي له امله، اړتیاوې لا هم پراخې دي او یوازې لنډ مهاله مرستې بسنه نه کوي.




