د ملګرو ملتونو د باور صندوق د افغانستان د ښځو اقتصادي پیاوړتیا ته تمرکز کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق ویلي چې د دې ادارې د پروګرامونو اصلي محور د هغو ښځو اقتصادي پیاوړتیا ده چې د محلي کاروبارونو د رامنځته کولو او پراختیا له لارې د خپلو ټولنو په اقتصادي پرمختګ کې ونډه اخلي.
دغه صندوق وايي، د محلي اقتصادونو ملاتړ کولای شي د کار د فرصتونو په رامنځته کولو او د ښځو د ګډون په زیاتولو سره د پرمختګ بهیر ته هممهاله وده ورکړي؛ دا هغه تګلاره ده چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې، د ښځو پر ژوند او فعالیتونو د پراخو محدودیتونو له امله، ځانګړې اهمیت مومي.
دغه بنسټ ټینګار کوي چې پر کوچنيو او محلي نوښتونو پانګونه یوه عملي لاره ده چې د ښځو اړیکه له اقتصادي بهیر سره وساتي او د ټولنو د بحرانونو پر وړاندې د هغوی د زغم کچه لوړه کړي.
څارونکي په انتقادي نظر سره وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو اداره پر دندو، زدهکړو او د ښځو پر ټولنیز حضور سخت محدودیتونه لګولي، د نړیوالو بنسټونو له خوا د دې ډول پروګرامونو دوام کولای شي د هغو لږو لارو څخه وي چې د ښځو د بشپړې ایستنې مخه له اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه ونیسي.




