ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت له خوا د درې مياشتو په موده کې د ۳۵ زرو څخه زيات موټرونه تخنيکي ارزول شوي

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي چې په تېرو درې مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۵ زره او ۲۸۷ مسافر‌بري او مال‌بري موټرونه تخنيکي ارزونې ته وړاندې شوي دي.

د دغه وزارت په وينا، دا ارزونې د وسايطو د تخنيکي حالت بېلابېلې برخې رانغاړي او موخه يې د مسافرو، سوداګريزو توکو او پخپله د وسايطو خونديتوب تأمينول دي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د دغو ارزونو پر مهال هڅه کېږي چې د احتمالي خطرونو، ترافيکي پېښو او مالي او جاني زيانونو مخه ونيول شي.

خو د ترانسپورټ چارو پوهان ټينګار کوي چې د سړکونو خوندیتوب يوازې د موټرونو تخنيکي ارزونو پورې محدود نه‌دی، بلکې د معيارونو په تطبیق کې شفافيت، دوامداره څارنه او د سړکونو حالت او ترافيکي مديريت ته پاملرنه هم ضروري ده؛ هغه مسایل چې د وروستيو کلونو په ترڅ کې د خلکو د پوښتنې لاندې راغلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button