سياستمهم خبرونه

د پاکستان د علماوو غونډې له کابل سره د مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه

د پاکستان د علماوو غونډې چې د جمعيت علماي اسلام مشر مولانا فضل الرحمان تر مشرتابه لاندې جوړه شوې وه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زياتېدونکو کړکېچونو له امله اندېښنه وښودله او ټينګار يې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيمې خبرې اترې د روان بحران د حل يوازينۍ عملي او دايمي لاره ده.

دغه غونډه چې د «د امت وحدت پاکستان» تر نوم لاندې د دوشنبې په ورځ، د جدي لومړۍ نېټه، په کراچۍ ښار کې ترسره شوه. د «الخیر ميديا» د راپور له مخې، ګډونوالو د دواړو ګاونډيو هېوادونو ګډوډ وضعيت د اندېښنې وړ وباله او غوښتنه يې وکړه چې اختلافونه دې د خبرو له لارې حل شي.

په اعلاميه کې چې له دې غونډې وروسته خپره شوې، راغلي چې تاريخي تجربه ښيي د ملتونو او هېوادونو ستونزې د متقابلو خبرو له لارې هوارېږي، او په اوسني حالت کې پرته له مستقيمو خبرو بله د منلو او دايمه لاره نه شته. ګډون کوونکو علماوو ټينګار کړی چې د کړکېچ دوام به د دواړو هېوادونو د خلکو په زيان تمام شي.

په بلې برخې کې د پاکستان او افغانستان له چارواکو غوښتنه شوې چې د ټولو ننګونو د حل لپاره مثبتې او عملي لارې ولټوي، څو د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې بېرته عادي حالت ته ستنې شي او د تګ راتګ او سوداګرۍ بهير، چې د دواړو په ګټه بلل شوی، بيا فعال شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې، د پاکستاني ځواکونو د افغانستان له پولو سرغړونه وکړه او په ځينو سيمو يې بريدونه ترسره کړل. له دې وروسته، د طالبانو ځواکونو ځوابي اقدام وکړ. د دې پېښو نه وروسته، څو پړاوونه خبرې اترې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په قطر، ترکيه او سعودي عربستان کې ترسره شوې، خو دا مذاکرات څرګندې پايلې ته ونه رسېدې.

ذبيح الله مجاهد، د طالبانو د ادارې وياند، مخکې ويلي وو چې د ترکيې خبرې اترې د منځګړو د هڅو سره سره بې‌پايلې پاتې شوې، ځکه چې د ده په وينا د پاکستاني پلاوي غيرمسؤلانه چلند او د همکارۍ نه شتون د دې لامل شو. خو نقادان باور لري چې د شفافيت نشتوالی، د نظامي تګلارو دوام، او د طالبانو د ادارې د ډيپلوماتيکو چارو د کمزورۍ له امله دغه بن‌بست لا پسې ژور شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button