په افغانستان اسلامي پوهنتون کې نوی طبي لابراتوار پرانيستل شو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره یو نوی لابراتوار او څو فرعي څانګې د شاوخوا پنځه دېرش میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې او اوس په رسمي ډول فعاله شوې ده. د دغه وزارت په وینا، دا مرکز د پرمختللو طبي وسایلو، معاینوي موادو، مېزونو او څوکيو سره مجهز شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد لابراتوار د طبي ټکنالوژۍ او مایکروبیولوژۍ څانګو لپاره فعال شوی او پکې د مالیکولي بیولوژۍ، بکتریالوژۍ، پرازیتولوژۍ، مایکولوژۍ او ایمنولوژۍ څانګې شاملې دي. په دغه مرکز کې د PCR، کلچر، DNA څېړنو او ځینو نورو تخصصي ازموینو ترسره کولو امکانات برابر شوي دي.
مولوي نداء محمد ندیم، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د پرانېستې په مراسمو کې ویلي چې له موجودو امکاناتو باید په معیاري او اغېزمن ډول استفاده وشي. ده ټینګار کړی چې د دې لابراتوار فعالېدل به د هېواد له متخصصو ډاکترانو سره د مسلکي او تخنیکي همکارۍ زمینه برابره او د زده کړو کیفیت ښه کړي.
په ورته مهال، وزارت له زياتو جزئياتو پرته ويلي چې روان کال کې په يو شمېر امارتي پوهنتونونو کې نور لابراتوارونه هم جوړ شوي دي. خو له دې سره سره، نیوکوونکي له طالبانو غواړي چې د دا ډول پروژو تر اعلان علاوه، د شفافیت، برابرې لاسرسي او د لوړو زده کړو د شرایطو د حقیقي ښه والي ډاډ ورکړي.




