مهم خبرونهنړیوال

ونزویلا د امریکا کړنه «د سمندري غلا» وبلله

د وینزویلا د ملي شورا مشر وایي، د امریکا متحده ایالات له‌خوا د دې هېواد د ساحل په اوږدو کې د څو تېلو ټانکرونو نیول هغه کړنې یادوي چې د استعمار په پېر کې د «سمندري غلا» په نوم ترسره کېدې او د وینزویلا حاکمیت او سوداګرۍ ته زیان رسوي.

خورخه رودریګز، د دې اقدام په غبرګون کې وویل، کاراکاس نن د داسې سناریو سره مخ دی چې پخوا به د استعمار د دورې پر مهال د هېوادونو پر ضد کارېده؛ هغه سناریو چې د ده په وینا د سمندري تګ راتګ ازادي او سوداګریزې تبادلې تر پښو لاندې کوي.

د رودریګز په وینا، د وینزویلا ملي شورا د دې وضعیت په ځواب کې یو قانوني طرحه ارزولې چې موخه یې د هغه څه په وړاندې د سمندري تګ راتګ او سوداګرۍ د آزادۍ ساتنه ده، چې «سمندري غلا او محاصره» بلل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ملي شورا استازو په اجماعي توګه له دې طرحې ملاتړ کړی دی — هغه اقدام چې د وینزویلا چارواکو د څرګندونو له مخې، د هېواد د اقتصادي ګټو او د سمندري اوبو د تګ راتګ د آزاد حق د خوندي کولو لپاره ترسره شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button