مهم خبرونهنړیوال

آنروا د غزې د بې‌ځایه شویو د ژمنۍ کړکېچ د زیاتېدو خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د فلسطينی کډوالو د مرستو او کاريابی اداره (آنروا) خبرداری ورکړی چې په لسګونو زره بې‌ځایه شوې کورنۍ په غزه کې د ژمي له رارسېدو سره له لا سختو ژوندې ستونزو سره مخ دي.

د آنروا د اعلامیې له مخې، ډېری له دې کورنیو خېمو او له خلکو ډکو ښوونځیو ته پناه وړې ده؛ هغه ځایونه چې د موسمي بارانونو او سېلابونو پر وړاندې کمزوري دي او د اوسېدونکو روغتيايي او اقتصادي حالت ته جدي ګواښ پېښوي.

دغه د ملګرو ملتونو اداره زياتوي چې پرله‌پسې بارانونه او د ژمي يخنۍ روانې ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي او د بې‌ځایه شويو کورنيو لپاره خوندي پناه ځای او لومړني ضروري توکي تر لاسه کول زيات ستونزمن شوي دي.

سره له دې حالت، آنروا ټينګار کوي چې د دې ادارې ډلې په غزې بېلابېلو سيمو کې خپلې هڅې دوام لري او هڅه کوي چې د خپلې وسې په اندازه له هغو خلکو ملاتړ او مرسته وکړي چې په هر ځای کې اوسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button