اقتصادمهم خبرونه

د کرنې وزارت د وچکالۍ د مهار لپاره د نړېوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د پرله پسې وچکالۍ د دوام په اړه د خبرداري په ترڅ کې ويلي، چې د دې طبيعي ناورين مهارول د بهرنيو مرستو پرته ممکن نه‌دي، او له مرسته کوونکو هېوادونو او نړيوالو ادارو څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت وياند شيرمحمد حاتمي ويلي، د وچکالۍ اغېزې د اوسنیو ظرفيتونو نه ورهاخوا دي، او د دې حالت د مدیریت لپاره نړيواله مرسته يوه جدي اړتیا ده. د هغه په وينا، د دې وضعيت د دوام په صورت کې د هېواد د ميليونونو اوسېدونکو د خوراکي امنيت او ژوند د دوام موضوع له ګواښ سره مخ کېدای شي.

بل لور ته، بزګران په بېلابېلو سيمو کې د بارانونو د کموالي، د اوبو د نشتوالي او د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د محدود لاسرسي له امله شکايت کوي. دوی وايي، دغه عوامل د کرنيزو حاصلونو کچه په څرګنده توګه راټيټه کړې، او خبرداری ورکوي چې که عملي ملاتړ ونه شي، ډېرې زراعتي ځمکې به بې له کښت پاتې شي.

اقتصادي کارپوهان دا حالت د پاليسۍ کمزوري او د طالبانو د ادارې د کرنې د بيا رغاونې او دوامدار مديريت د نشتوالي نښه بولي. د هغوی په باور، د اقليمي بدلونونو سره د تطابق او د بزګرانو د ملاتړ اغېزمنو پروګرامونو نشتوالی، د هېواد زراعتي اقتصاد نوره هم زيانمن کړی دی.

له دې وړاندې، د ملي احصايې او معلوماتو ادارې هم وچکالي د غنمو د توليد د کمښت اصلي لامل بللی و، او راپور يې ورکړی چې د اوبولګولو ځمکې د تېر کال په پرتله څلور سلنه او للمي ځمکې ۲۴ سلنه راکمې شوې دي، چې دا وضعيت د جدي غبرګون او اغېزمنو اقدامونو اړتیا نوره هم روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button